علي اکبر هاشمي رفسنجاني

علي اکبر هاشمي رفسنجاني

علي اکبر هاشمي رفسنجاني یو ایراني سیاستوال، لیکوال، دیني عالم او د ايران پخوانی ولسمشر دی.

پخواني وختونه او زده کړې

علي اکبر په ۱۹۴۵ ز د اگسټ پر ۲۵ نېټه د کرمان ولايت د رفسنجان ښار په بهرمان سيمه کې نړۍ ته سترگې پرانېستی. پلار يې ميرزا علي هاشمي او مور يې صفريان نوميږي. خپله رفسنجاني وايي زه سيد نه يم او هاشمي تخلص مې ځکه غوره کړې چې زما نيکه حاجي هاشم نوميده.

هاشمي به د پنځو کلو و، چې د خپل ورور قاسم په ملتيا يې د وخت دوديزې زده کړې پيل کړې. کله چې هاشمي د ۱۴ کلو شو د کاکا زوی، محمديې ورته مشوره ورکړه چې د نورو ديني زده کړو لپاره قم ته ولاړ شه. هماغه و چې نوموړی قم ته روان شو او هلته يې د وخت د مشهورو استادانو لکه بروجردي، امام خميني ،داماد ،گلپايگانی ،شريعتمداري ،جايري يزدي ،نجفي مرعشي ،علامة طباطبائي ،زاهدي او منتظري ته زنگون مات کړ. او دشلمې پېړۍ په پنځوسمو کلونو کې يې د حجة الاسلام رتبه تر لاسه کړه. دا له ايت الله له هغې څخه يوه رتبه ټېټه ده.

هاشمي خپله کاږي :په ۱۳۷۷ ل کال، چې د حجة الاسلام سيد محمد صادق مرعشي لور يې راته وغوښته مېرمن مې له روحاني کورنۍ سره تړاو لري. د دغه واده پايله پنځه اولاده ( فاطمة، محسن، فائزة، مهدي، ياسر) دي.

Other Languages
беларуская (тарашкевіца)‎: Алі Акбар Хашэмі Рафсанджані
Bahasa Indonesia: Akbar Hashemi Rafsanjani
srpskohrvatski / српскохрватски: Akbar Hašemi Rafsandžani
Simple English: Hashemi Rafsanjani
oʻzbekcha/ўзбекча: Ali Akbar Rafsanjoniy
Tiếng Việt: Akbar Hashemi Rafsanjani