برازیل

برازیل چې په رسمي توگه د برازیل فدراتیف ولسمشریزه ده د سویلي امریکا یو له سترو او گڼ وگړیزو هیوادونو څخه دی چې پلازمېنه یې برازیلیا او رسمي ژبه یې برازیلي ژبه ده.برازيل د پراخوالي له پلوه د نړۍ پنځم لوی هېواد دی. د دغه هېواد شمال ته وينزويلا، کولمبيا، فرانسوي کيانا او شمالي اتلس، شمال ختیځ ته يې اتلس سمندر، سوېل ته يې پاراګوای، يوروګوای، پيرو او سوېلي اتلس، ختیځ ته يې اتلس سمندر، لویدیځ او جنوب لویدیځ ته یې بولیویا او ارجنټاین هېوادونه موقعيت لري.سره له دې چې د استوا کرښه د برازیل له شمالي سیمو څخه تېریږي، خو د ارتفاعاتو او بادونو د لرلو له کبله او دغه راز له اوبو سره د ګاونډیتوب له امله د برازیل هوا ډېره توده نه ده او د سانتیګراد د ۲۷ او ۲۵ درجو په منځ کې ښکته او پورته کېږي. په برازيل کې په عمومي توګه د کال د ډېرو تودو او سړو میاشتو د تودوخې درجې توپیر ډېر نه دی او له ژمي تر اوړي پورې له ۲ تر ۲.۶ درجو پورې توپير کوي.د برازیل په شمال ختیځو سیمو کې د کال په وچ فصل کې د هوا تودوخه ۳۸ درجو ته رسېږي چې دا د برازیل تر ټولو تودې سیمې بلل کېږي. بل خوا د دغه هېواد په جګو برخو کې د ژمي پر مهال هوا سړه وي او د سیندونو اوبه کنګل نیسي.په برازیل کې هر کال په منځنۍ توګه له ۱۰۰۰ تر ۱۵۰۰ ملي مترو پورې اورښت کېږي. د دغه هېواد د امازون د ستر سیند په حوزه کې اورښتونه په جنوري کې پیل کېږي او په جون کې پای ته رسېږي. د برازیل په ډېرو برخو کې د دوبي پر مهال باران اوري او د ژمي میاشتې يې د کال په وچ فصل کې شمېرل کېږي. د یادولو وړ ده چې برازیل له روسیې، کاناډا، چین او امریکا وروسته د نړۍ پنځم لوی هېواد دی چې د جنوبي امریکا ۴۸ سلنه او د ټولې امریکا لویې وچې ۲۰.۸ سلنه خاوره يې نیولې ده. د برازيل پلازمېنه د برازیلیا ښار دی. د دغه هېواد د وګړو شمېر ۲۰۸ ميلیونو تنو ته رسېږي، چې په هر کيلو متر مربع خاوره کې يې ۲۳ تنه ژوند کوي. د ټولو وګړو ۸۵ سلنه يې په ښاري او پاتې ۱۵ سلنه يې بيا په کليوالي سيمو کې ژوند کوي. د ژوند تمه پکې په منځنۍ توګه ۷۳ کاله ده. ۴۸ سلنه اوسېدونکي يې د سپين، ۴۳ سلنه يې د ګډ تور او سپين، ۲ سلنه يې د عربي او پاتې ۷ سلنه اوسېدونکي يې بيا د مختلفو نورو اسيايي نژادونو درلودونکي دي.د برازيل اوسېدونکي له مذهبي پلوه ۶۴ سلنه د کاتوليک، ۲۲ سلنه د پروتستانت او پاتې نور يې بيا د مختلفو اديانو پيروان دي.د دغه هېواد رسمي ژبه پرتګالي ده، خو پر پرتګالي سربېره هسپانوي، انګليسي او فرانسوي ژبې هم په دغه هېواد کې ګڼ ويونکي لري. ليک يې لاتين دی.برازیل ۲۶ ولایتونه او یوه فدرالی ولسوالي لري. ساو پاولو، ریودوجنیرو، سلوادور، فورتالیزا، بیلوهاریزونټ، کوریټیبا، ماناوس، او بیلیم يې لوی او مشهور ښارونه دي.د برازيل د حکومت ډول فدرالي جمهوريت دی. د دغه هېواد لومړنی اساسي قانون په کال ۱۸۹۱ کې تدوین شوی دی. پر دغه قانون تر اوسه څو ځلې بيا کتنې شوې دي. د برازیل ولسمشر چې د لومړي وزارت دنده هم پرمخ بیايي، له خپل مرستیال سره په یو وخت کې د خلکو په خوښه ټاکل کېږي او يوازې يو ځل د څلور کلنې دورې لپاره کار کولی شي.د برازیل پارلمان دوې جرګې لري: د مشرانو فدرالی جرګه، ۸۱ غړي لري چې له هر ولایت او فدرالي ولسوالۍ څخه درې - درې کسان د خلکو په رایه ورته ټاکل کېږي او ۸ کاله کار کوي. د دې جرګې ۳۳ سلنه غړي هر څلور کاله وروسته بدلېږي. دویمه يې ولسي جرګه ده چې ۵۱۳ غړي لري او ټول د برازيل د مختلفو سيمو د اوسېدونکو له خوا د نفوس په تناسب ټاکل کېږي. د دې جرګې غړي څلور کاله کار کوي. په برازيل کې د هغو کسانو له لوري د رايې کارول جبري دي چې د عمر ۱۸ کلونه يې پوره کړي وي، خو ۷۰ کلنۍ ته نه وي رسېدلي. د برازیل حقوقي نظام له ۱۹۱۶ تر ۲۰۰۱ کال پورې په رومي قوانینو یا کوډونو ولاړ و، خو په ۲۰۰۲ کال کې پکې بدلونونه راغلل او مدني قوانین نافذ شول. ستره فدرالي محکمه د برازیل لوړ قضایي ارګان دی چې يو مشر یا قاضی القضات او ۱۱ غړي لري او د ولسمشر له لوري د ټول عمر لپاره ټاکل کېږي.ورپسې بيا د استیناف فدرالي محکمه، د ټاکنو عالي محکمه، د عدالت عالي محکمه او سیمه ییزې فدرالي محکمې د برازیل مهمې محکمې بلل کېږي.د برازیل کارګر ګوند، د برازیل سوسیالېست ګوند، د برازیل کمونېست ګوند، کارګر ولسواک ګوند، زرغون ګوند، د عوامو سوسیالېست ګوند او مترقي ګوند د برازيل مهم او مخکښ سياسي ګوندونه دي.اقتصاد

برازیل د کرنې د ډېرو لويو سکټورونو صنعتیتولیداتو، کاني موادو او خدمتونو د پراخ جال په درلودلو سره د سوېلي امریکا تر ټولو لوی او پرمختللی اقتصاد دی چې په مارکېټ کې پراخ حضور لري. 

د ۲۰۰۱ او ۲۰۰۳ کلونو په منځ کې د برازیل اقتصاد له ډېرو کورنیو او بهرنیو ستونزو سره مخ شو خو دولت او اقتصادپوهانو یې له دې پرته چې اقتصادي ودې ته يې زيان ورسېږي، يادې ستونزې هوارې کړې او د هغو پلانونو پلي کولو ته يې دوام ورکړ چې پخواني ولسمشر کاردوسو جوړ کړي وو. برازیل د نړۍ له هغو لومړنیو هېوادونو يو و چې په ۲۰۰۸ زېږديز کال کې يې د امريکا له متحدو ايالتونو څخه له پيل شوي اقتصادي بحران څخه ځان خلاص کړ. په ۲۰۱۰ کال کې په برازیل کې د خلکو او پانګه والو ډاډ بیا لوړ شو او کورني ناخالص توليد يې ۷ سلنه وده وکړه چې له تېرو ۲۵ کلونو راهيسې تر ټولو ډېره او چټکه وده بلل کېږي.د برازيل د ناخالص کورني تولید کلنی ارزښت درې ټرېلیونو ډالرو ته رسېږي او دغه ارزښت هر کال يو سلنه وده کوي. په دغه هېواد کې د سړي سر کلني عايد کچه ۱۰۳۰۹ ډالره ده. د ناخالص کورني توليد په سکټوري جوړښت کې يې د کرنې ونډه ۶ سلنه، د صنعت ۲۳ سلنه او د خدماتو بيا ۷۱ سلنه ده. برازيل ۱۱۲ ميليونه کاري ځواک لري چې يوازې ۶ سلنه يې وزګار دي خو سره له دې يې هم ۲۱ سلنه کورنۍ د بېوزلۍ تر سرې کرښې لاندې ژوند کوي.د دغه هېواد په بودجه کې په منځنۍ توګه ۸۶۲ ميليارده ډالره عوايد او ۸۳۵ ميليونه ډالره لګښتونه شاملېږي. له دويمې نړیوالې جګړې وروسته د برازیل د صنایعو سکټور کرار کرار پر لوی هغه بدل شو او له ۱۹۴۷ زېږديز کال څخه بيا تر ۱۹۶۱ زېږديز کال پورې يې هر کال نږدې ۱۰ سلنه وده تجربه کړه. ماشینونه، نقلیه وسایط، برېښنایي وسایل، المونیم او المونیمي توکي، ساختماني مواد، اوسپنه، پولاد، برېښنا، خوراکي توکي، لرګي، سګرېټ، کیمیاوي مواد، استهلاکي توکي، ټایرونه او ټیوپونه، قرطاسیه، چرم، وسلې او مهمات د برازيل مهم صنعتي توليدات دي.د برازیل ۹ سلنه ځمکه د کرکيلې وړ ده. د دغه هېواد ۲۲ سلنه ځمکه څړځایونو، ۵۷ سلنه ځنګلونو او پاتې نوره بيا غرونو، غونډیو، سیندونو، د کار او تولید ځایونو او د استوګنې کلیوالو سیمو نیولې ده. د برازیل ۱۳ سلنه خلک د کرنې په سکټور کې په کار بوخت دي او ۶ سلنه ناخالص کورنی تولید يې له همدې سکټور څخه ترلاسه کېږي. تنباکو، ربړ، کچالو، سابه، مېوې، لبنیات، غوښه، هګۍ او واښه د دغه هېواد د کرنې او مالدارۍ سکټور مهم محصولات دي.د برازيل د صادراتو کلنی ارزښت ۲۴۵ ميلياردو ډالرو ته رسېږي، په داسې حال کې چې د وارداتو ارزښت يې بيا ۲۴۱ ميليارده امريکايي ډالره دی.چین، د امريکا متحد ايالتونه، ارجنټاين، جرمني، نايجريا او هالنډ د برازيل لوی او مهم سوداګريز شريکان دي. پولي واحد يې برازيلي رېیل دی او مالي کلونه يې له ميلادي کلونو سره برابر دي.برازيل د ۲۸۵۴۰ کيلومترو په اوږدوالي سره د اورګاډي پټلۍ، ۱۸ لويې او ۱۶ کارګو بېړۍ او ۴۰۳۹ هوايي ډګرونه لري چې ۶۹۸ هغه يې پاخه دي.د ټلیفون کوډ‌ یې ۰۰۵۵ دی او ۷۶ ميليونه اوسېدونکي يې انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی لري. د برازیل ۹۳ سلنه خلک په لیک او لوست پوهېږي او منځنۍ یا مسلکي او لوړې زده کړې لري. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو څېړنو دفتر په کتاب کې لیکل شوي چې افغانستان او برازیل د ۱۹۶۲ کال د فبرورۍ په ۲۵ مه د نااستوګنو سفیرانو په کچه د اړیکو اعلامیه خپره کړه او دوه میاشتې وروسته برازیلي ډیپلومات خپل باورلیک د افغانستان پاچا محمد ظاهر شاه ته وړاندې کړ. د ثور له کودتا وروسته د افغانستان او برازیل اړیکې پرې شوې. له افغانستانه تر برازیل پورې د هوا له لارې ۱۳۶۰۹ کيلومتره واټن پروت دی. د کابل او برازيليا تر منځ د وخت توپير شپږ نيم ساعته دی.

Other Languages
Acèh: Brasil
адыгабзэ: Бразилие
Afrikaans: Brasilië
Akan: Brazil
Alemannisch: Brasilien
አማርኛ: ብራዚል
aragonés: Brasil
Ænglisc: Brasil
العربية: البرازيل
ܐܪܡܝܐ: ܒܪܐܙܝܠ
مصرى: برازيل
অসমীয়া: ব্ৰাজিল
asturianu: Brasil
Aymar aru: Wrasil
azərbaycanca: Braziliya
تۆرکجه: برزیل
башҡортса: Бразилия
Boarisch: Brasilien
žemaitėška: Brazilėjė
Bikol Central: Brasil
беларуская: Бразілія
беларуская (тарашкевіца)‎: Бразылія
български: Бразилия
भोजपुरी: ब्राज़ील
Bislama: Brazil
bamanankan: Brazil
বাংলা: ব্রাজিল
བོད་ཡིག: པུ་རུ་ཟིལ།
বিষ্ণুপ্রিয়া মণিপুরী: ব্রাজিল
brezhoneg: Brazil
bosanski: Brazil
буряад: Бразил
català: Brasil
Chavacano de Zamboanga: Brasil
Mìng-dĕ̤ng-ngṳ̄: Bă-să̤
нохчийн: Бразили
Cebuano: Brasil
Chamoru: Brazil
ᏣᎳᎩ: ᏆᏏᎵ
Tsetsêhestâhese: Brazil
کوردی: بەڕازیل
corsu: Brasile
qırımtatarca: Brazil
čeština: Brazílie
kaszëbsczi: Brazylskô
словѣньскъ / ⰔⰎⰑⰂⰡⰐⰠⰔⰍⰟ: Браꙁїлїꙗ
Чӑвашла: Бразили
Cymraeg: Brasil
dansk: Brasilien
Deutsch: Brasilien
Zazaki: Brezilya
dolnoserbski: Brazilska
डोटेली: ब्राजिल
ދިވެހިބަސް: ބުރެޒިލް
eʋegbe: Brazil
Ελληνικά: Βραζιλία
emiliàn e rumagnòl: Braṡil
English: Brazil
Esperanto: Brazilo
español: Brasil
eesti: Brasiilia
euskara: Brasil
estremeñu: Brasil
فارسی: برزیل
Fulfulde: Barazil
suomi: Brasilia
Võro: Brasiilia
Na Vosa Vakaviti: Brazil
føroyskt: Brasil
français: Brésil
arpetan: Brèsil
Nordfriisk: Brasiilien
furlan: Brasîl
Frysk: Brazylje
Gaeilge: An Bhrasaíl
Gagauz: Braziliya
贛語: 巴西
Gàidhlig: Braisil
galego: Brasil
گیلکی: برزيل
Avañe'ẽ: Pindoráma
गोंयची कोंकणी / Gõychi Konknni: ब्राझील
𐌲𐌿𐍄𐌹𐍃𐌺: 𐌱𐍂𐌰𐌶𐌹𐌻
ગુજરાતી: બ્રાઝિલ
Hausa: Brazil
客家語/Hak-kâ-ngî: Pâ-sî
Hawaiʻi: Palakila
עברית: ברזיל
हिन्दी: ब्राज़ील
Fiji Hindi: Brazil
hrvatski: Brazil
hornjoserbsce: Brazilska
Kreyòl ayisyen: Brezil
magyar: Brazília
Հայերեն: Բրազիլիա
interlingua: Brasil
Bahasa Indonesia: Brasil
Interlingue: Brasil
Igbo: Brazil
Ilokano: Brasil
ГӀалгӀай: Бразили
íslenska: Brasilía
italiano: Brasile
日本語: ブラジル
Patois: Brazil
la .lojban.: razgu'e
Basa Jawa: Brasil
ქართული: ბრაზილია
Qaraqalpaqsha: Braziliya
Taqbaylit: Brazil
Адыгэбзэ: Бразилэ
Kabɩyɛ: Piresiili
Kongo: Brazilia
Gĩkũyũ: Brazil
қазақша: Бразилия
kalaallisut: Brazil
ភាសាខ្មែរ: ប្រេស៊ីល
ಕನ್ನಡ: ಬ್ರೆಜಿಲ್
한국어: 브라질
къарачай-малкъар: Бразилия
kurdî: Brazîl
kernowek: Brasil
Кыргызча: Бразилия
Latina: Brasilia
Ladino: Brasil
Lëtzebuergesch: Brasilien
лезги: Бразилия
Lingua Franca Nova: Brasil
Limburgs: Brazilië
Ligure: Braxî
lumbaart: Brasil
lingála: Brazil
لۊری شومالی: برزيل
lietuvių: Brazilija
latgaļu: Brazileja
latviešu: Brazīlija
मैथिली: ब्राजिल
Basa Banyumasan: Brasil
мокшень: Бразилие
Malagasy: Brazila
олык марий: Бразилий
Māori: Parīhi
Baso Minangkabau: Brasil
македонски: Бразил
മലയാളം: ബ്രസീൽ
монгол: Бразил
मराठी: ब्राझील
кырык мары: Бразили
Bahasa Melayu: Brazil
Malti: Brażil
Mirandés: Brasil
မြန်မာဘာသာ: ဘရာဇီးနိုင်ငံ
مازِرونی: برزیل
Dorerin Naoero: Bradir
Nāhuatl: Brasil
Napulitano: Brasile
Plattdüütsch: Brasilien
Nedersaksies: Brazilië
नेपाली: ब्राजिल
नेपाल भाषा: ब्राजिल
Nederlands: Brazilië
norsk nynorsk: Brasil
norsk: Brasil
Novial: Brasilia
Nouormand: Brési
Sesotho sa Leboa: Brazil
occitan: Brasil
Livvinkarjala: Braziilii
Oromoo: Biraazil
ଓଡ଼ିଆ: ବ୍ରାଜିଲ
Ирон: Бразили
ਪੰਜਾਬੀ: ਬ੍ਰਾਜ਼ੀਲ
Pangasinan: Brazil
Kapampangan: Brasil
Papiamentu: Brazil
Picard: Brésil
Deitsch: Brasilien
Pälzisch: Brasilje
पालि: ब्रासील
Norfuk / Pitkern: Bresel
polski: Brazylia
Piemontèis: Brasil
پنجابی: برازیل
português: Brasil
Runa Simi: Prasil
rumantsch: Brasilia
Romani: Brazil
Kirundi: Brazil
română: Brazilia
tarandíne: Brasile
русский: Бразилия
русиньскый: Бразілія
Kinyarwanda: Burezile
संस्कृतम्: ब्रासील
саха тыла: Бразилия
sardu: Brasile
sicilianu: Brasili
Scots: Brazil
سنڌي: برازيل
davvisámegiella: Brasilia
srpskohrvatski / српскохрватски: Brazil
සිංහල: බ්‍රසීලය
Simple English: Brazil
slovenčina: Brazília
slovenščina: Brazilija
Gagana Samoa: Pasila
chiShona: Brazil
Soomaaliga: Barasiil
shqip: Brazili
српски / srpski: Бразил
Sranantongo: Brasilkondre
Sesotho: Brazil
Seeltersk: Brasilien
Basa Sunda: Brasil
svenska: Brasilien
Kiswahili: Brazil
ślůnski: Brazylijo
தமிழ்: பிரேசில்
తెలుగు: బ్రెజిల్
tetun: Brazíl
тоҷикӣ: Бразилия
ትግርኛ: ብራዚል
Türkmençe: Braziliýa
Tagalog: Brazil
Tok Pisin: Brasil
Türkçe: Brezilya
татарча/tatarça: Бразилия
chiTumbuka: Brazil
Twi: Brazil
reo tahiti: Parīihi
тыва дыл: Бразилия
ئۇيغۇرچە / Uyghurche: برازىلىيە
українська: Бразилія
اردو: برازیل
oʻzbekcha/ўзбекча: Braziliya
Tshivenda: Brazil
vèneto: Braxil
vepsän kel’: Brazilii
Tiếng Việt: Brasil
West-Vlams: Brazilië
Volapük: Brasilän
walon: Braezi
Winaray: Brasil
Wolof: Breesil
吴语: 巴西
isiXhosa: Brasil
მარგალური: ბრაზილია
ייִדיש: בראזיל
Yorùbá: Brasil
Vahcuengh: Bahsih
Zeêuws: Brezilië
中文: 巴西
文言: 巴西
Bân-lâm-gú: Pa-se
粵語: 巴西
isiZulu: IBrazili