اورانوس
English: Uranus

۱ــ اورانوس د لمریز غونډال (شمسي نظام) اوومه سیاره ده چې له لمر څخه کابو ۲،۹ ملیارډ کیلو مټره واټن لري. د لرغوني روم له ادبیاتو څخه یې د اسمان د خدای نوم پر ایښی دی. اورانوس ډېره سړه سیاره ده چې توند بادونه او د ځینو نورو سیارو په شان د انسانانو لپاره زهرجنه هوا لري. د ډېر لیرې‌والي له کبله د دې سیارې څېړل ستونزمن دی. ساینسپوهان یوازې د ریاضیکي اټکلونو له مخې د اورانوس په اړه وړاندېینې کوي.

۲ــ اورانوس هم د مشتري، زحل، او نیپټون په شان له اوبو او غازونو جوړه شوې ده، نو ځکه کلکه سطح نه لري چې څوک پر ودرېږي.

۳ــ اورانوس لومړنۍ سیاره وه چې د لروین په مرسته د اماتور ستورپوه ویلیم هرشل (William Herschel) له خوا په ۱۷۸۱ کې کشف شوه، که څه هم ویلیم هرشل او نورو ستورپوهانو تر ډېره وخته گومان کاوه چې دا یوه لکیوره (comet) ده.

۴ــ که لمر د یوې دروازې هومره لوی وای، نو ځمکه به د کیلي د سوري او اورانوس به بېسبال (baseball) هومره وای. اورانوس په لمریز غونډال (شمسي نظام) کې تر زحل وروسته درېیمه لویه سیاره ده؛ او تر ځمکې کابو ۶۳ واره لویه ده.

۵ــ اورانوس هم زموږ پر لمر را څرخي. د لمر شاوخوا د اورانوس د چورلښت سرعت په یوه ثانیه کې ۶،۸ کیلو مټرو ته رسېږي. د اورانوس یو کال د ځمکې ۸۴ کلونه [یا د ځمکې ۳۰۶۸۷ ورځې] کېږي.

۶ــ د اورانوس یوه ورځ د ځمکې ۱۷ ساعته او ۱۴ دقیقې کېږي؛ په داسې حال کې چې د ځمکې یوه ورځ ۲۳ ساعته او ۵۶ دقیقې ده.

۷ــ اورانوس ته کنگلنۍ بلا (ice giant) هم وايي. هغه په دې خاطر چې د دې سیارې ۸۰٪ له یخیو، اوبو، میتان (methane) او امونیا (ammonia) څخه جوړه شوې ده. البته په دننه کې یو ډبرین زړی لري.

۸ــ اورانوس خپله هواوېجه (اټموسفیر) لري چې له هایډروجن (hydrogen)، هیلیم (helium) او میتان (methane) څخه جوړه شوې ده. که کومه تشیالبېړۍ ور نږدې شي، نو د اورانوس له کنگل شویو وریځو سره به ټکر او ټوټې ټوټې شي.

۹ــ د اورانوس هر موسم کابو شل کاله دوام کوي. هغه په دې خاطر چې اورانوس ۹۷٪ کږوالی (tilt) لري. اورانوس د وریځو په پاسنۍ برخه کې ډېره شدیده یخني لري. خو لاندې بیا د میتان (methane) او امونیا (ammonia) له کبله ډېرې تودې اوبه لري. په اټموسفیر کې د میتان شتون دې سیارې ته شین او زرغون رنگ ور کړی دی.

۱۰ــ اورانوس ۲۷ سپوږمیانې لري. د دې سیارو پر ټولو سپوږمیانو د ویلیم شېکسپېر (William Shakespeare) او الېکسانډر پوپ (Alexander Pope) د کیسو د کرکټرونو نومونه ایښوول شوي دي. د اورانوس ډېری سپوږمیانې تر ۲۰۰۳ کال پورې کشف شوې؛ او کېدای شي چې نورې سپوږمیانې هم ولري.

۱۱ــ اورانوس ۱۳ کړیانې لري. دنننۍ کړیانې یې نرۍ او تیاره لري؛ په داسې حال کې چې باندېنۍ کړیانې یې روښانه او رنگه دي. د دې ۱۱مه کړۍ په ۱۹۷۷ کې کشف شوه.

۱۲ــ وایجر ۲ (Voyager 2) یوازینۍ تشیالبېړۍ ده چې له اورانوس څخه یې لیدنه کړې ده.

۱۳ــ په اورانوس کې ژوند کول ناشونی دی.

۱۴ـ اورانوس هم د زهرې په شان له نورو سیارو څخه پر مخالف لور چورلښت کوي چې دې ته د ستورپوهنې په اصطلاح کې (retrograde rotation) وايي.

تړلې لیکنې

Other Languages
Afrikaans: Uranus
Alemannisch: Uranus (Planet)
አማርኛ: ኡራኑስ
aragonés: Urano (planeta)
Ænglisc: Uranus
العربية: أورانوس
مصرى: اورانوس
অসমীয়া: ইউৰেনাচ
asturianu: Uranu (planeta)
azərbaycanca: Uran (planet)
تۆرکجه: اورانوس
башҡортса: Уран (планета)
Boarisch: Uranus (Planet)
žemaitėška: Orans
беларуская: Уран (планета)
беларуская (тарашкевіца)‎: Уран
български: Уран (планета)
भोजपुरी: यूरेनस ग्रह
bosanski: Uran
Mìng-dĕ̤ng-ngṳ̄: Tiĕng-uòng-sĭng
нохчийн: Уран
کوردی: یۆرانۆس
čeština: Uran (planeta)
kaszëbsczi: Ùran
Zazaki: Uranus
डोटेली: अरुणग्रह
emiliàn e rumagnòl: Uràn
English: Uranus
Esperanto: Urano (planedo)
español: Urano (planeta)
euskara: Urano
estremeñu: Uranu (praneta)
فارسی: اورانوس
suomi: Uranus
føroyskt: Uranus
Nordfriisk: Uranus
Frysk: Uranus
贛語: 天王星
galego: Urano
Avañe'ẽ: Uráno
ગુજરાતી: યુરેનસ (ગ્રહ)
Gaelg: Uraanus
客家語/Hak-kâ-ngî: Thiên-vòng-sên
Hawaiʻi: Hele‘ekela
עברית: אורנוס
हिन्दी: अरुण (ग्रह)
Fiji Hindi: Arungrah
hrvatski: Uran
Kreyòl ayisyen: Iranis (planèt)
magyar: Uránusz
interlingua: Urano
Bahasa Indonesia: Uranus
Ilokano: Urano
Ido: Urano
ᐃᓄᒃᑎᑐᑦ/inuktitut: ᐅᕌᓄᔅ
日本語: 天王星
Patois: Yuurienos
la .lojban.: uranos
Jawa: Uranus
ქართული: ურანი
Qaraqalpaqsha: Uran (planeta)
Kabɩyɛ: Uranisi
Kongo: Uranus
ភាសាខ្មែរ: ភពអ៊ុយរ៉ានុស
ಕನ್ನಡ: ಯುರೇನಸ್
한국어: 천왕성
kurdî: Ûranûs
kernowek: Ouran (planet)
Кыргызча: Уран (планета)
Lëtzebuergesch: Uranus (Planéit)
Lingua Franca Nova: Urano
lumbaart: Urano (pianeta)
lietuvių: Uranas (planeta)
मैथिली: अरुण ग्रह
Malagasy: Oranosy
македонски: Уран (планета)
മലയാളം: യുറാനസ്
Bahasa Melayu: Uranus
Mirandés: Ourano
မြန်မာဘာသာ: ယူရေးနပ်စ်ဂြိုဟ်
مازِرونی: اورانوس
Napulitano: Urano
Plattdüütsch: Uranus (Planet)
Nedersaksies: Uranus (planeet)
नेपाली: अरुणग्रह
Nederlands: Uranus (planeet)
norsk nynorsk: Planeten Uranus
norsk: Uranus
Diné bizaad: Yoowéinis
Livvinkarjala: Uranus
ଓଡ଼ିଆ: ଇଉରେନ୍ସେ
Kapampangan: Uranus
polski: Uran
Piemontèis: Uran (pianeta)
پنجابی: یورینس
português: Urano (planeta)
rumantsch: Uranus (planet)
romani čhib: Rahor
română: Uranus
armãneashti: Uranus
русиньскый: Уран (планета)
संस्कृतम्: युरेनस्-ग्रहः
саха тыла: Ураан (планета)
sicilianu: Uranu (pianeta)
Scots: Uranus
سنڌي: يورينس
davvisámegiella: Uranus
srpskohrvatski / српскохрватски: Uran (planeta)
සිංහල: යු‍රේනස්
Simple English: Uranus
slovenčina: Urán (planéta)
slovenščina: Uran (planet)
Soomaaliga: Uraano
српски / srpski: Уран
Sesotho: Yuranese
Seeltersk: Uranus
Basa Sunda: Uranus
svenska: Uranus
Kiswahili: Uranus
ślůnski: Ůrůn
தமிழ்: யுரேனசு
తెలుగు: యురేనస్
Türkmençe: Uran (planeta)
Tagalog: Urano
Tok Pisin: Yurenes (planet)
Türkçe: Uranüs
татарча/tatarça: Уран (планета)
тыва дыл: Уран
ئۇيغۇرچە / Uyghurche: ئۇران (پلانىت)
українська: Уран (планета)
اردو: یورینس
oʻzbekcha/ўзбекча: Uran (sayyora)
vepsän kel’: Uran (planet)
Tiếng Việt: Sao Thiên Vương
West-Vlams: Uranus
Volapük: Uranud
Winaray: Urano
Wolof: Uraanus
吴语: 天王星
მარგალური: ურანი (პლანეტა)
ייִדיש: אוראנוס
Yorùbá: Úránù
中文: 天王星
文言: 天王星
Bân-lâm-gú: Thian-ông-chheⁿ
粵語: 天王星
isiZulu: UYurenasi